ملګري ملتونه وايي چې زرګونه افغان روغتیايي کارکوونکو ته مو معاشونه ورکړي دي

ملګري ملتونه وايي چې زرګونه افغان روغتیايي کارکوونکو ته مو معاشونه ورکړي دي
په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره سم د اداراتو د کارکوونکو په معاشاتو کې ځنډ راغلی دی چې دمګړی د روغتیا نړیوالې ادارې د افغان ډاکټرانو او یونسیف بیا د افغان ښوونکو د معاشونو د ورکړې ژمنه کړې ده.
(2021 / 11 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو د زرګونه افغان روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ دوی په ټول افغانستان کې د شاوخوا ۲۳ زره او ۵۰۰ روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړي دي.
سرچینه وایي چې دوی د افغان روغتیايي کارکوونکو پر معاشونو شاوخوا اته میلیونه ډالر لګولي.
اړوند موضوعات:
د روغتیا نړیوال سازمان: ډېر ژر به بیاځلي افغانستان کې د پولیو واکسین پیل شي
په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره سم د اداراتو د کارکوونکو په معاشاتو کې ځنډ راغلی دی چې دمګړی د روغتیا نړیوالې ادارې د افغان ډاکټرانو او یونسیف بیا د افغان ښوونکو د معاشونو د ورکړې ژمنه کړې ده.
ددې تر څنګ د پوهنتونونو استادان او ملکي مامورین هم په هغه ډله کسانو کې دي چې په معاشونو کې یې ځنډ راغلی او له دې درکه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.






