امریکایي استازي: بایډن افغانستان کې د تل لپاره امریکا نړۍ ته وشرموله

0
78

امریکایي استازي: بایډن افغانستان کې د تل لپاره امریکا نړۍ ته وشرمول

سرچینه وایي شپږ میاشتې کېږي چې په نړۍ کې د امریکا د ماتې او له شرمه ډکې تېښتې په اړه بحثونه هم روان دي. استازي وایي ددې هر څه مسوول د امریکا اوسنی بې کفایته ولسمشر دی چې امریکا یې د تل لپاره په نړۍ کې ذلیله او ماته کړه.

 

(2022 /  2 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکايي استازو یو ځل بیا د افغانستان په اړه د بايډن پر اقداماتو نیوکه کړې ده.

د امریکا په استازو مجلس کې جمهوري غوښتونکو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، شپږ میاشتې وشوې چې د افغانستان پخوانی حکومت د طالبانو له لوري سقوط شوی دی.

سرچینه وایي شپږ میاشتې کېږي چې په نړۍ کې د امریکا د ماتې او له شرمه ډکې تېښتې په اړه بحثونه هم روان دي. استازي وایي ددې هر څه مسوول د امریکا اوسنی بې کفایته ولسمشر دی چې امریکا یې د تل لپاره په نړۍ کې ذلیله او ماته کړه.

استازي ادعا کوي چې د امریکا بایللی حیثیت به لسیزې نور هم بېرته را و نه ګرځول شي ځکه نړۍ ددې شاهده وه چې امریکا په څومره له شرمه ډکه توګه افغانستان ته شا واړوله او له دغه هېواد یې پښې سپکې کړې.

اړوند موضوعات: 

ټرمپ: جو بایډن امریکا وشرموله باید ضرور استعفا ورکړي

دوی یو ځل بیا پر بایډن او د افغانستان په اړه د نوموړي پر تګلارو نیوکه کړې ده او هغه یې غندلې دي.

Leave a reply