ټرمپ: جو بایډن امریکا وشرموله باید ضرور استعفا ورکړي
ټرمپ: جو بایډن امریکا وشرموله باید ضرور استعفا ورکړي
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې جو بایډن د نړۍ په کچه امریکا وشرموله او هغه باید د خپل دې کار له امله استعفا ورکړي.
(2021 / 9 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې جو بایډن د نړۍ په کچه امریکا وشرموله او هغه باید د خپل دې کار له امله استعفا ورکړي. هغه زیاته کړې چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو ډول یوه فاجعه وه ځکه طالبانو امریکا ته تاریخ وټاکه، په ټاکلې نېټه یې د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه او بایډن هم په هغه تاریخ د ځواکونو د ایستلو ماموریت پای ته ورساوه. ټرمپ ټینګار کړی دی بایډن باید له امریکایانو او ټولې نړۍ بښنه وغواړي او تر هغه وروسته دې د امریکا او خپل عزت لپاره استعفا وړاندې کړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې بایډن نن له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو ننګه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا کار باید پخوا لا شوی وای.