غربي هېوادونه وایي هره شېبه ددې امکان شته چې روسیه پر اوکراین برید وکړي

غربي هېوادونه وایي هره شېبه ددې امکان شته چې روسیه پر اوکراین برید وکړي
د اوکراین ولسمشر بیا ویلي چې د غربي هېوادونو دې اقداماتو د اوکرایني وګړو عمومي روحیه خرابه کړې ده او دوست او دښمن ترې ورک دی.
(2022 / 2 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
شاوخوا لسو هېوادونو د خپلو سفارتونو او خپلو وګړو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.
د امریکا په ګډون څو غربي هېوادونو ویلي هره شېبه ددې امکان شته چې روسیه پر اوکراین برید وکړي، نو هغه مهال به د بهرنیو وګړیو ایستل ناشونی کار وي.
امریکا بیا وایي روسیه خپل بریدونه له هوايي بمباریو پیلوي.
د اوکراین ولسمشر بیا ویلي چې د غربي هېوادونو دې اقداماتو د اوکرایني وګړو عمومي روحیه خرابه کړې ده او دوست او دښمن ترې ورک دی.
اړوند موضوعات:
د روسیې او امریکا ولسمشران د اوکراین پر نسئله ټلفوني خبرې کړې دي
بايډن بیا په تلیفوني مکالمه کې پوتین ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین برید وکړي له سختو پایلو سره به مخ شي.
پوتین بیا هم وایي چې دوی د برید پلان نه لري.






