د روسیې او امریکا ولسمشران د اوکراین پر نسئله ټلفوني خبرې کړې دي

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې فیجي هیواد ته تللی هیله څرګنده کړه چې ولادیمیر پوتین د دپلوماسۍ لاره غوره کړي، خو په وینا یې که پر اوکراین برید وکړي واشنګټن به پر مسکو سخت بندیزونه ولګوي.
(2022 / 2 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په داسې حال کې چې په اوکراین هره ګړۍ د جګړې د پیل امکان شته، د امریکا او روسیې ولسمشران نن سره خبرې کوي. سپینې ماڼۍ ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتي وو چې دغه ټیلیفوني خبرې د دوشنبې په ورځ وشي، خو د امریکا ولسمشر غوښتي چې دا مکالمه باید ژر ترسره شي.