د ا.ا.ا دوه بهرني ژورنالیستان لۀ بنده خوشې کړي دي 

0
94

د ا.ا.ا دوه بهرني ژورنالیستان لۀ بنده خوشې کړي دي 

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد بيګا ناوخته پر ټویټر لیکلي، هغه بهرني اتباع چې ځانونه یې یوې نړیوالې موسسې ته منسوبول، له دې کبله چې پېژندپاڼې، جوازنامې او لازم اسناد یې نه درلودل نیول شوي وو.

 

(2022 / 2 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ا.ا دوه تنه ژورنالېستان او د مرستندویو ټولنو څو افغان کار کوونکي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره یې په افغانستان کې کار کاوه پرون خوشې کړل.
په خوشې شویو کسانو کې پاسني انځور والا اندریو نارت هم شامل و، چې کورنۍ یې د هغه خوشې کېدل باوري کړي دي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد بيګا ناوخته پر ټویټر لیکلي، هغه بهرني اتباع چې ځانونه یې یوې نړیوالې موسسې ته منسوبول، له دې کبله چې پېژندپاڼې، جوازنامې او لازم اسناد یې نه درلودل نیول شوي وو.

Leave a reply