اسوشیټډ پرس: د بایډن پر ادارې د خلکو باو تر ټولو ټیټې کچې ته راغلی دی

اسوشیټډ پرس: د بایډن پر ادارې د خلکو باو تر ټولو ټیټې کچې ته راغلی دی
پر بایډن د امریکایانو باور وروسته تر هغه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد کله چې نوموړي له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو برخه کې عجولانه اقدام وکړ او دغه راز یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې په دغه هېواد کې پرېښودې.
(2022 / 2 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسوشیټډ پرس راپور ورکړی دی چې د بایډن پر دولت د خلکو باور تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
راپور کې راغلي دي چې په وروستیو لسیزو کې امریکایي چارواکو خلکو ته مسلسل دروغ ویلي دي او همدا لامل دی چې په دغه هېواد کې پر دولتي چارواکو باندې د خلکو باور صفر ته نږدې کېدونکی دی.
دا راپور وروسته تر هغه ورکول کېږي چې جو بایډن روانه اوونۍ د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه شواهد وړاندي کړي وویل، تاسې باید پر موږ باور ولرئ.
پر بایډن د امریکایانو باور وروسته تر هغه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد کله چې نوموړي له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو برخه کې عجولانه اقدام وکړ او دغه راز یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې په دغه هېواد کې پرېښودې.
اړوند موضوعات:
ټرمپ خپلو پلویانو ته پۀ وینا کې ویلي چې د امریکا د ژغورلو لپاره بېرته میدان ته راګرځم
د نوموړي تر دې پرېکړې وروسته د امریکا پخواني ناکام ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې بایډن د امریکا د کنټرول وړتیا نه لري.






