ټرمپ خپلو پلویانو ته پۀ وینا کې ویلي چې د امریکا د ژغورلو لپاره بېرته میدان ته راګرځم
ټرمپ خپلو پلویانو ته پۀ وینا کې ویلي چې د امریکا د ژغورلو لپاره بېرته میدان ته راګرځم
ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي چې راتلونکو ټاکنو ته دې چمتو واوسي څو سپینه ماڼۍ بېرته خپل پخوانی برم تر لاسه او امریکا د بایډن په څېر نالایقه او خودخواه کسانو له لاسه له شرمېدلو او ټیټېدلو وژغورل شي.
(2022 / 1 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد په اریزونا ایالت کې د خپلو پلویانو یوې پراخې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا پر اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې نوموړی د امریکا د اداره کولو وړتیا نه لري.
ټرمپ ټینګار کړی دی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ټاکنو کې هم درغلي شوې ده او د دې درغلۍ په ترڅ کې د بایډن په څېر نالایقه کس د امریکا د ادارې واګې په لاس کې اخیستې دي.
نوموړي ویلي چې بایډن نه یوازې دا چې د امریکا په ګټه د هیڅ مثبت کار وړتیا خو نه لري، بلکې په وینا یې هغه امریکا ټولې نړۍ ته شرمولې ده.
اړوند موضوعات:
ټرمپ وايي چې د بایډن پۀ امر لۀ افغانستان څخه د ځواکونو اېستل د تسلیمۍ پۀ مانا ؤ
ټرمپ خپلو پلویانو ته ویلي چې راتلونکو ټاکنو ته دې چمتو واوسي څو سپینه ماڼۍ بېرته خپل پخوانی برم تر لاسه او امریکا د بایډن په څېر نالایقه او خودخواه کسانو له لاسه له شرمېدلو او ټیټېدلو وژغورل شي.