ټوېټر د ایران د مذهبي مشر اکونټ تړلی دی

ټوېټر د ایران د مذهبي مشر اکونټ تړلی دی
د یادونې ده چې خامنه د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت یو کارتوني فلم خپور کړ چې پکې ښکاري د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ډونالډ ټرمپ استوګنځی په نښه کوي او له منځه یې وړي.
(2022 / 1 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ټولنیزې شبکې ټویټر د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنهای اړوند ټویټر پاڼه تړلې ده.
د ټویټر شبکې ویاند فرانس پرس ته ویلي، چې له پالیسۍ څخه د سرغړونې له کبله یې د خامنهای ټویټرپاڼه له تلپاتي ځنډ سره مخ کړې ده.
ټویټر دا اقدام وروسته تر هغه کوي چې ایت الله علي خامنهای څو ورځې وړاندې پر خپل ټویټر د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې په اړه یو کارتوني فلم خپور کړی ؤ.