فرانسه غږ کړی چې د اوکراین مسئله باید د خبرو له لارې حل شي

فرانسه غږ کړی چې د اوکراین مسئله باید د خبرو له لارې حل شي
ایمانویل مکرون په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د اوکراین پر سر له روسیې سره جګړه او ناندرۍ د هېڅ لوري په ګټه نه دي او په خبره یې د روسیې اندېښنې باید واورېدل شي.
(2022 / 2 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
فرانسه وایي له روسیې سره باید د اوکراین مسئله د خبرو له لارې حل کړل شي.
ایمانویل مکرون په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د اوکراین پر سر له روسیې سره جګړه او ناندرۍ د هېڅ لوري په ګټه نه دي او په خبره یې د روسیې اندېښنې باید واورېدل شي.
ده ویلي ډاډه دی چې روسیه د اوکراین د نیولو په لټه کې نه ده، خو دا یې حق دی چې د خپلو امنیتي اندېښنو قانع کوونکی ځواب ولري.
اړوند موضوعات:
د اوکراین د مسئلې د حل لپاره ديپلوماتیکې هڅې ډېرې شوې دي
نوموړي ویلي د اروپا او سیمې د امنیت لپاره نوو هوکړو ته اړتیا ده چې باید د خبرو او مذاکراتو له لارې رامنځ ته شي. بلخوا امریکا بیا وایي چې روسیې پر اوکراین د برید لپاره بشپړ تیاری نیولی دی.






