د اوکراین د مسئلې د حل لپاره ديپلوماتیکې هڅې ډېرې شوې دي

د اوکراین د مسئلې د حل لپاره ديپلوماتیکې هڅې ډېرې شوې دي
سره له دې روسیې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی پر خپل دريځ ولاړ دي او په خبره یې دوی د ستونزې حل غواړي خو امریکا په لوی لاس نه غواړي د اوکراین ستونزه حل کړل شي.
(2022 / 2 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د راپورونو له مخې تازه د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون کېف ته روان شوی دی او تر څنګ یې ټاکل شوې د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران هم پر مسئله تازه بحثونه ولري.
بلخوا راپورونه وایي چې نظامي تحرکات هم په سیمه کې ډېر شوي دي. د ناټو غړي هېوادونه هڅه کوي د احتمالي خطر د پېښېدو په صورت کې په ګډه واحد غبرګون وښيي او روسي ځواکونو بیا د اوکراین له پولې سره سختو نظامي تمریناتو ته ادامه ورکړې ده.
اړوند موضوعات:
اوکراین وايي چې لۀ روسیې سره د خبرو لپاره باید لۀ تدبیر کار واخستل شي
سره له دې روسیې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی پر خپل دريځ ولاړ دي او په خبره یې دوی د ستونزې حل غواړي خو امریکا په لوی لاس نه غواړي د اوکراین ستونزه حل کړل شي.






