امریکا وایي د قطر له همکارۍ پرته د تخلیې ماموریت ناشونی ؤ
امریکا وایي د قطر له همکارۍ پرته د تخلیې ماموریت ناشونی ؤ
د پنټاګون مشر ویلي، چې د قطر له مرستې او همکارۍ پرته د تخلیې ماموریت ناممکن و او په خبره یې ددغه هېواد په مرسته امریکا وکړی شول چې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان له افغانستان وباسي.
(2022 / 2 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قطر امیر امریکا ته تللی دی او هلته یې له امریکایي چارواکو سره کتلي دي. نوموړي له بايډن سره کتلي او همدا راز د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ته تللی او له لویډ آسټین سره یې کتلي دي.
د پنټاګون مشر ویلي، چې د قطر له مرستې او همکارۍ پرته د تخلیې ماموریت ناممکن و او په خبره یې ددغه هېواد په مرسته امریکا وکړی شول چې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان له افغانستان وباسي.
بلخوا د قطر امیر له جو بايډن سره کتلي دي او د افغانستان په اړه یې هم خبرې کړې دي.
بايډن ویلي چې قطر په تېرو پنځوسو کلونو کې د امریکا تر ټولو ښه ملګری هېواد پاتې شوی دی او د افغانستان په هکله ددغه هېواد پر همکاریو او مرستو سترګې نه شي پټولی.