د خوارځواکۍ لۀ امله د افغان ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده

د خوارځواکۍ لۀ امله د افغان ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده
یونسیف په وروستیو کې د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې څرګندوي او پر نړیوالو غږ کوي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو نورو برخو هم په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو او خدماتو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
(2022 / 2 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي په افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ دی چې له همدې د ماشومانو ترمنځ هم لوږه او خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده.
یونسیف خبرداری ورکوي چې که نړیوالې مرستې ډېرې نه شي ښایي د ماشومانو د مړینې شمېره تر دې هم لوړه شي.
یونسیف په وروستیو کې د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې څرګندوي او پر نړیوالو غږ کوي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو نورو برخو هم په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو او خدماتو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
اړوند موضوعات:
افغانستان کې د ماشومانود خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې دي
ملګري ملتونه هم ددې ملاتړي دي چې امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او په دې توګه دې دلته د اقتصادي ځوړتیا مخینیوی وکړي.






