روسیه وایي له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پراختیا غوره اقدام دی

0
223

روسیه وایي له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پراختیا غوره اقدام دی

کابل کې د نوي حکومت له جوړېدو سره سم ځينو هېوادونو خپل سفارتونه تړلي دي، خو تر څنګ یې ګڼو هېوادونو د خپلو سفارتونو د بېرته پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

 

(2022 / 2 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی د ځينو هېوادونو له هغه اقدام هرکلی کوي، چې غواړي په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ټاس آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، د جاپان په ګډون ځينې هېوادونه غواړي په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.

دده په وینا مسکو د ورته اقداماتو هرکلی کوي او تمه لري چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پراخې او پیاوړې شي.

کابل کې د نوي حکومت له جوړېدو سره سم ځينو هېوادونو خپل سفارتونه تړلي دي، خو تر څنګ یې ګڼو هېوادونو د خپلو سفارتونو د بېرته پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

اړوند موضوعات: 

پایه تخت کابل کې د پاکستان او ترکي سفیرانو مهمه غونډه

نوی حکومت وایي نړیوالو ته ډاډ ورکوي، چې خپلو ديپلوماتیکو ماموریتونو ته په امنه فضا کې ادامه ورکولی شي.

Leave a reply