پایه تخت کابل کې د پاکستان او ترکي سفیرانو مهمه غونډه
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد او د ترکي سفیر ترمینځ یو مهم ملاقات شوي دي، په اهمو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.
د پاکستان سفیر منصور احمد په ټویټر پانړه تصویر خپور کړې او وایی چې په کابل کې نن په یوه ښایسته ورځ د ترکی ترکیې په سفارت کې د ترکی سفیر سیهاد ایرګني سره ملاقات وکړو.
د پاکستان سفیر په ټویټ کې زیاتوي چې هغه د ترکي سفیر سره په افغانستان کې د تلپاتي امن او خوشحالۍ، پرمختګ او په سیمه اییزو اقتصادي همکاریو لپاره ده هڅو کولو او زیاتولو په اړه ټینکار وکړو.
د یادونې ده چې کله نه چې د افغانستان څخه د بهرني هیوادونو ځواکونه وتلي دي د هغه ورځ څخه د پاکستان سفارت خانه په پایه تخت کابل که نه ده تړل شوی او د افغانستان نه د انخلا په دوران د پاکستان سفارت او حکومت یو فعال او ډیر مثبت کردار ادا کړي چې نیټو،ملګري ملتونو او نور مغربي هیوادونو مشرانو ی هم تصدیق او ستاینه کړه ده.