اوکراین وايي چې لۀ روسیې سره د خبرو لپاره باید لۀ تدبیر کار واخستل شي

اوکراین وايي چې لۀ روسیې سره د خبرو لپاره باید لۀ تدبیر کار واخستل شي
اوکراین په وروستیو میاشتو کې د نړیوالو رسنیو د خبر سرټکی دی او د امریکا او روسیې ترمنځ د ټکر نقطه ګڼل کېږي. خو تر دې دمه دواړه لوري پر مذاکراتو ټینګار کوي.
(2022 / 1 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اوکراین یو ځل بیا پر خپلو متحدو هېوادونو غږ کړی چې له روسیې سره مذاکراتو کې له هوښیارۍ کار واخلي.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي په تازه څرګندونو کې ویلي، د غرب دا چاره چې د روسي ځواکونو د راټولېدو له امله وېره خپروي د منلو نه ده، خو تر څنګ یې له غربي هېوادونو په مذاکراتو کې د پیاوړي دریځ غوښتنه کوي.
نوموړي ویلي چې له خپلو متحدو هېوادونو سره په اړیکه کې دی او ددې سخت ملاتړی دی چې مذاکرات مثبته پایله ولري او د اوکراین ګټې خوندي کړي.
اړوند موضوعات:
د برېټانیا د لومړي وزیر مرستیال: اوکراین سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو؛ خو هلته پوځیان نۀ لېږو
اوکراین په وروستیو میاشتو کې د نړیوالو رسنیو د خبر سرټکی دی او د امریکا او روسیې ترمنځ د ټکر نقطه ګڼل کېږي. خو تر دې دمه دواړه لوري پر مذاکراتو ټینګار کوي.





