د برېټانیا د لومړي وزیر مرستیال: اوکراین سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو؛ خو هلته پوځیان نۀ لېږو

د برېټانیا د لومړي وزیر مرستیال: اوکراین سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو؛ خو هلته پوځیان نۀ لېږو
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې روسیه غواړي پر اوکراین برید وکړي او په دغه هېواد کې خپل لاسپوڅي واک ته ورسوي چې دا کار یې د غرب له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
(2022 / 1 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بریتانیا د لومړي وزیر مرستیال ډومنیک راب ویلي چې دوی به له اوکراین سره اوږه په اوږه ولاړ وي خو دغه هېواد ته د پوځیانو د استولو پرېکړه له امکانه لرې ده.
نوموړي له سکای نیوز سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې که چېرته مسکو پر اوکراین برید وکړي نو دوی به د پوځي اقدام پر ځای پر دغه هېواد وژونکي مالي او اقتصادي بندیزونه ولګوي.
هغه دغه راز پر مسکو غږ کړی دی چې که چېرته پر اوکراین د برید تېروتنه وکړي نو سخت به پښېمانه شي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې روسیه غواړي پر اوکراین برید وکړي او په دغه هېواد کې خپل لاسپوڅي واک ته ورسوي چې دا کار یې د غرب له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.






