پیښور کې پولیسو د غلو ګروپ نیولې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پشتخره پولیس سټیشن په تاج آباد کښي د یو شخصي سکول نه د قیمتي سامانونو غلا کولو ملزم نیولی دی.
د پولیسو له لوري جاري شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې ملزم د تحقیقاتو په دوران کښي د تاج آباد یو شخصي سکول نه د سولر سیسټم، سي سي ټي وي کیمرې، ډي وی آر او نورو قیمتي سامانونو د غلا کولو اعتراف هم کړی دی.
پولیس وایی چې نيول شوی تن څخه ی پلټنې پیل کړي دي او د نیول شوي تن په ضد مقدمه هم درج شوې ده.
د تفصيلاتو ترمخه مدعي سرفراز قريشي د پشتخره پوليس سټيشن ته رپورټ ورکړے وو چي نامعلومه ملزمانو د هغه په تاج آباد کښي د شخصي سکول نه سولر سيسټم، سي سي ټي وي کيمرې او نور قيمتي سامان غلا کړې دې.





