د پیښور انتظامیه د شپې په وخت د هوټلونو او مارکیټونو ناڅاپي دوره کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې انتظامي افسرانو د شپې په پېښور کې د هوټلونو او دوکانونه ناڅاپي دورې کړي دي.
په پېښور کې د کورنا ایس او پیز سرغړونې په تور ۲۲ ریسټورانټونه نیول شوي
د پيښور ډپټي کمشنر وائي د بنديز باوجود په رستورانونو کښې دننه خوراکونه ورکول کيدل او دوی ته ی لارښوونه وکړه چې د ایس او پی ډیر خیال وساتي.
د پېښور ډپټي کمشنر کېپټن (ر) خالد محمود د دفتر څخه یو بیان کې ویل شوي چې د رستورانت مالکان دې د کورونا ایس او پیز په سختۍ سره پلي کړي او چې څوک هم سرغړونه وکړي نو ددوی په ضد به قانوني چلند وشي.






