طالبان وایي په افغانستان کې د ټولشموله اسلامي حکومت د جوړولو لپاره به ډېر ژر بحثونه او مذاکرات پيل کړي.

0
45

طالبان وایي په افغانستان کې د ټولشموله اسلامي حکومت د جوړولو لپاره به ډېر ژر بحثونه او مذاکرات پيل کړي.

دا څرګندونې د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین له اسوشټېډ پرېس خبري اژانس سره په يوه تازه مرکه کړي دي.

ښاغلي شاهين زياته کړې، اوسمهال د طالبانو ټول تمرکز پر دې دی چې په کابل ښار کې د خلکو، عزت، ناموس او شتمني وساتي او ژر تر ژره ټول وضعیت کنټرول کړي.
د شاهين په وینا دوی په افغانستان کې د واک د انحصار په فکر کې نه دي او د یوه همه شموله، خلاص اسلامي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو افغاني جهتونو سره خبرو ته ادامه ورکوي.
شاهين وايي، اوس مهال د طالبانو ټول پام د وضعیت کنترول لپاره دی څو د خلکو سر او مال خوندي وي.

په عين حال کې طالب وياند ذبيح الله مجاهد ټولو سفارتخانو، موسسو او ديپلوماتيکو ادارو ته ډاډ ورکړی څو په کابل کې پاتې شي په وينا يې د اسلامي امارت ځواکونه مؤظف شوي دي چې د کابل ښار او د هیواد د نورو ښارونو امنیت ټينګ وساتي

Leave a reply