د ا.ا.ا وايي چې د افغانستان اسلامي بانک د ډالرو د اخستو توان لري

د ا.ا.ا وايي چې د افغانستان اسلامي بانک د ډالرو د اخستو توان لري
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي وو چې دوی د افغانستان په نړیوال بانک کې ۱۳۵ میلیونه ډالر لري خو په خبره یې استفاده ترې نشي کولی.
(2022 / 2 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانیو د ډالرو د تبادلې په اړه د مرکزي بانک د ناتوانۍ راپورونو د رد په اړه وايي، تر اوسه له ملګرو ملتونو یا کوم بل ادرسه مرکزي بانک ته پیسې نه دي ورکړل شوي او زیاتوي، چې مرکزي بانک د ډالرو د اخېستلو او د افغانیو د ورکړې توان لري.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي وو چې دوی د افغانستان په نړیوال بانک کې ۱۳۵ میلیونه ډالر لري خو په خبره یې استفاده ترې نشي کولی.
د رویټرز خبري اژانس پرون د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر عبدالله الدرداري له قوله ویلي چې د افغانستان بانک نشي کولی دغه پيسې په افغانۍ واړوي.
اړوند موضوعات:
نوموړي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو امریکايي ډالر دغه هېواد ته وړي او د افغانستان نړیوال بانک ته یې سپارلي دي.





