د افغانستان بانک خبر ورکړی چې پۀ فزیکي بڼه کافي پیسې لري او چمتو دي افغان سوداګرو سره هر ډول مرستې وکړي

په همدې حال کې نوموړي د ملي بانک له اداري پلاوي سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د غوښتنو او خدمتونو په اړه خپل پلانونه له دغه وزارت سره شریک کړي او د بیلابیلو پروګرامونو له لارې خدمات خلکو ته وړاندې کړي.
(2022 / 1 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ملي بانک ویلي چې په دغه بانک کې په کافي اندازه فزیکي پیسې شته دي او دوی کولی شي چې له سوداګرو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
د بانک پلاوي دغه راز ټینګار کړی دی دوی له بهرنیو سوداګرو او بانکونو سره هم راکړې ورکړې ته چمتووالی لري.
د دغه بانک پلاوي دا څرګندونې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې کړې دي.