امریکا پر ایران د بندیزونو د معافیت سند تمدید کړ

امریکا پر ایران د بندیزونو د معافیت سند تمدید کړ
سرچینه وایي دا په دې مانا نه ده چې دوی نور له ایران سره هوکړې ته ورسېدل او اټومي تړون بېرته عملي شو. امریکا وايي خبرې او مذاکرات لا هم روان دي.
(2022 / 2 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن هغه سند تایید کړ چې له مخې یې ایران د ځينو بندیزونو معافیت ترلاسه کوي.
د دې سند له مخې روسي، چینايي او اروپايي شرکتونو ته اجازه ولري چې له ایران سره په تخنیکي چارو کې راکړه ورکړه او همکاري ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي ددې سند د تمدید یوازینۍ موخه دا ده چې د وین په مذاکراتو کې پرمختګونه رامنځ ته شي.
اړوند موضوعات:
ایران پر نړۍوالو غږ کړی چې تر هر څۀ وړاندې پر ایران بندیزونه ختم کړي
سرچینه وایي دا په دې مانا نه ده چې دوی نور له ایران سره هوکړې ته ورسېدل او اټومي تړون بېرته عملي شو. امریکا وايي خبرې او مذاکرات لا هم روان دي.






