ایران پر نړۍوالو غږ کړی چې تر هر څۀ وړاندې پر ایران بندیزونه ختم کړي

ایران پر نړۍوالو غږ کړی چې تر هر څۀ وړاندې پر ایران بندیزونه ختم کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له استازو سره په خبرو کې ویلي چې نړیوال دې له ایران سره د مذاکراتو لار غوره کړي او په خبره یې که دا کار وکړي د دواړو لورو لپاره ګټه کوي.
(2021 / 11 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي پر دوی دې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لرې کړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له استازو سره په خبرو کې ویلي چې نړیوال دې له ایران سره د مذاکراتو لار غوره کړي او په خبره یې که دا کار وکړي د دواړو لورو لپاره ګټه کوي.
هغه همدا راز ویلي چې نړۍ په تېره امریکا دې تر هر څه وړاندې پر ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه لرې کړی او تر هغه وروسته دې مذاکراتو ته ادامه ورکړي.
بلخوا په سیمه کې د اسراییلو په څېر ځینې هېوادونه وایي چې ایران به ډېر ژر اټومي وسلې ولري، نو له همدې امله یې پر وخت پر وړاندې اقدام په کار دی.
ایراني چارواکي پخپله هم وایي چې تر راتلونکو پنځو کلونو به دوی ځواکمن وي او څوک به یې د مخنیوي وړتیا و نه لري.






