د امریکا پخواني ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې د بایډن لۀ لاسه نړۍ موږ ته د احمقانو پۀ سترګه ګوري 

0
279

د امریکا پخواني ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې د بایډن لۀ لاسه نړۍ موږ ته د احمقانو پۀ سترګه ګوري 

ټرمپ له فوکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان له امله امریکا په نړۍ کې خپل باور بایللی دی او ټول نړیوال سیاستوال امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوري.

 

(2021 / 11 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر جو بايډن د افغانستان په مسئله کې نیوکې کړې دي.

ټرمپ له فوکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان له امله امریکا په نړۍ کې خپل باور بایللی دی او ټول نړیوال سیاستوال امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوري.

ټرمپ وایي د بایډن مدیریت د امریکا په ټولو برخو کې ناکام او د امریکا د شرمېدو سبب شوی دی.

اړوند موضوعات: 

ټرمپ : بې کیفایته او بې تجربې امریکايي جنرالان به مو نړۍ ته نور هم سپک کړي

هغه وایي په امریکا کې نه د کرونا د بحران مخنیوی وشو، نو واکسن پر وخت ووېشل شول، نه اقتصادي هڅې پياوړې وې او نه هم امریکا د تېرو کلونو لاس ته راغلی باور وساتلی شوی.

ټرمپ وایي که دا ځل د ټاکنو میدان ته راوګرځي نو له بایډن ټاکنې ګټلی شي.

Leave a reply