په میدان وردګ ولایت کې تجلا خصوصي راډیو ټلویزیون خپل نشرات وتړل

0
156

په میدان وردګ ولایت کې تجلا خصوصي راډیو ټلویزیون خپل نشرات وتړل

داپه داسې حال کې ده چې په میدان وردګ ولایت کې دیادې رسنې ترڅنګ ټولې خصوصي رسنې له ورته اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که چېرې یې لاس نیوی ونشي نو ممکن له سقوط سره مخ شي.

 

(2022 / 2 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

دمیدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې تجلا خصوصي راډیو ټلویزیون خپل نشرات دیو لړاقتصادي ستونزو له امله تر نامعلومې نېټې وتړل.
تجلا راډیو ټلویزیون په کال ۱۳۹۱ هجري لمریز کې دهمدې ولایت په مرکز میدانښار کې د لومړنۍ خصوصي رسنۍ په توګه په فعالیت پیل وکړ چې ددې ولایت ترڅنک د کابل پغمان ولسوالۍ او لوګر ولایت ځینو سیمو اوسېدونکو ته هر ډول سیاسي اقتصادي ټولنیزې او ورزشي خپرونې تهیه کولې نن پنجشنبه یې دځینو اقتصادي ستونزو له کبله خپل نشرات رسما بند کړل.
دنوموړې رسنۍ مسولینو د ا.ا له ټولو مسولو چارواکو غوښتنه وکړه چې ددوی ستونزو ته باید رسیده ګي وشي، ملاتړیې وشي اوهمدا رازغوښتنې یې ومنل شي
اوکه چیرته یې غوښتنې ونه منل شي نو نشرات به یې ترنامعلومې نیټې همداسې تړلي وي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا ویلي چې ورځپاڼې دې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي
داپه داسې حال کې ده چې په میدان وردګ ولایت کې دیادې رسنې ترڅنګ ټولې خصوصي رسنې له ورته اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که چېرې یې لاس نیوی ونشي نو ممکن له سقوط سره مخ شي.

Leave a reply