د ا.ا.ا ویلي چې ورځپاڼې دې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي

0
159

د ا.ا.ا ویلي چې ورځپاڼې دې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي

نوموړی وايي، څو میاشتې کېږي چې دولتي اخبارونه ټول چاپیږي. مجاهد دغه راز ویلي، چې ازادې رسنیو ته هم چې د دوی لخوا کوم اصول ټاکل شوي رعایت کړي کولی شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

 

(2022 / 1 / 31   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال او د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د ا.ا له خوا شخصي ورځپاڼو ته د چاپ اجازه ورکړل شوې او دغه رسنۍ کولای شي د مخکېني نظام له خوا د جوړ شوي رسنېز قانون پر بڼسټ فعالیت وکړي.

نوموړی وايي، څو میاشتې کېږي چې دولتي اخبارونه ټول چاپیږي. مجاهد دغه راز ویلي، چې ازادې رسنیو ته هم چې د دوی لخوا کوم اصول ټاکل شوي رعایت کړي کولی شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د اګست له پنځلسمې په افغانستان کې د ا.ا له واکمنۍ وروسته، د نېږدې ټولو خپلواکو ورځپاڼو د چاپ بهېر په تپه درېدلی دی.

د دغو ورځپاڼو او نشریو یو شمېر مسوولین وایي، اقتصادي ستونزې او سیاسي بدلونونه د دې لامل شوي چې چاپي رسنۍ خپل فعالیتونه ودروي.

Leave a reply