بیزنیس سټندرډ نشریې ویلي چې ژر به د ټاپي پروژې چارې پیل شي 

0
92

بیزنیس سټندرډ نشریې ویلي چې ژر به د ټاپي پروژې چارې پیل شي 

ټاپي په افغانستان کې د سیمې په کچه د ګازو د لېږد تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي چې د ترکمنستان ګاز به افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدوي. ددې پروژې په پيل سره به شاوخوا ۱۲ زره افغانانو ته د کار زمینه برابره کړل شي.

(2022 / 1 / 31   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ټاپي پروژې چارې به ډېرې ژر پیل شي. بیزنیس سټنډرډ نشریې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې د ترکمنستان له لوري د ټاپي پروژې ټولې چارې بشپړې شوې دي او په افغانستان کې ددغه پروژې د پيل لپاره ټولې اړینې تیارۍ نیول شوې دي.

سرچینه وايي چې ازبکستان هر ډول لوجستیکي او تخنیکي تیاری لري چې په افغانستان کې ددغه پروژې چارې بشپړې کړي.

نشریې ته افغان چارواکو هم ویلي چې د ټاپي پروژې عملي کېدو ته تیار دي او ژر به یې عملي چارې پیل شي.

اړوند موضوعات: 

 ترکمستان وايي چې افغانستان کې د ټاپي پروژې د تدبیق وخت رارسېدلی 

Leave a reply