ترکمستان وايي چې افغانستان کې د ټاپي پروژې د تدبیق وخت رارسېدلی 

0
285

ترکمستان وايي چې افغانستان کې د ټاپي پروژې د تدبیق وخت رارسېدلی 

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويلي چې روان میلادي کال به په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار بشپړ شي او په ورته وخت کې به په افغانستان کې يې د پيپ تېرولو کار هم پيل شي.

 

(2022 / 1 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکمنستان د بهرنيو چارو مرستیال وزير وفاحاجيوف چې د يوه پلاوي په مشرۍ يې د افغانستان هرات ولايت ته سفر کړی، ويلي چې د افغانستان وضعيت ښه شوی، نو ځکه په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبيق زمينه برابره شوې ده.

د هرات د سوداګرۍ خونې له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د ټاپي پروژې عمومي رییس محمد مراد امانوف او ورسره پلاوي د ټاپي پروژې د کار د ګړندي کېدو په موخه د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې له مشرانو سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وفاحاجيوف په دې ليدنه کې وويل چې د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې مهم بحث امنيتي موضوع ده چې اوس افغانستان کې وضعيت ښه شوی او په ياد هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبيق زمينه برابره شوې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويلي چې روان میلادي کال به په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار بشپړ شي او په ورته وخت کې به په افغانستان کې يې د پيپ تېرولو کار هم پيل شي.

اړوند موضوعات: 

افغانستان کې د وضعت د نامعلوم برخلیک لۀ وجې د ټاپي پروژې کارونه ځنډېدلي دي 

حاجيوف وويل چې په هرات او نورو هغو ولايتونو کې به د ګاز د وېش منظم پلان عملي شي چې ټاپي پروژه ترې تېرېږي.

Leave a reply