امریکا وايي چې کابو ۳۶ امریکا ته راغلي افغانان هلته د دایمي استوګنې پۀ شرایطو برابر ندي

امریکا وايي چې کابو ۳۶ امریکا ته راغلي افغانان هلته د دایمي استوګنې پۀ شرایطو برابر ندي
دوی په ښکاره دا نه دي ویلي چې یاد افغانان به بېرته افغانستان ته استول کېږي او که څنګه خو یو شمېر سرچینو ویلي چې امریکا ممکن هغه کسان بېرته خپل هېواد ته ولېږي چې په یاد هېواد کې یې د اوسېدو شرایط نه دي پوره کړي.
(2022 / 1 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا ویلي چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته یې په ایستلو کډوالو کې تر ۳۶ زره ډېرو افغانانو د دایمي استوګنې شرایط نه دي پوره کړي.
راپورونه وایي چې په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې د امریکا متحده ایالتونو ته له تللو افغانانو، ۳۶۴۳۳ تنه په یاد هېواد کې د دایمي استوګنې پر شرایطو برابر نه دي پېژندل شوي.
دوی په ښکاره دا نه دي ویلي چې یاد افغانان به بېرته افغانستان ته استول کېږي او که څنګه خو یو شمېر سرچینو ویلي چې امریکا ممکن هغه کسان بېرته خپل هېواد ته ولېږي چې په یاد هېواد کې یې د اوسېدو شرایط نه دي پوره کړي.
اړوند موضوعات:
امریکا ته زرګونه تللي افغان کډوال د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي
د یادونې ده چې امریکا واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته تر ۱۵۰ زره ډېر افغانان له هېواده وایستل چې یو شمېر یې مخامخ امریکا ته او ځینې نور یې بیا په دریېمو هېوادونو کې په کمپونو کې پراته دي.






