امریکا ته زرګونه تللي افغان کډوال د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي

امریکا ته زرګونه تللي افغان کډوال د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي
امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه کسان له افغانستان و ایستل، چې په دې کې ډېری یې عام وګړي و او له فرصت په استفادې یې ځانونه امریکا ته ورسول.
خو اوس راپورونه وایي چې ښایي دغه ډله کسان د اوږدې مودې لپاره بې برخلیکه پاتې شي.
(2022 / 1 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکايي رسنیو هغه راپور ته لاسرسی موندلی چې د افغان کډوالو په اړه د امریکا کانګریس ته لېږل شوی دی. ددې راپور پر بنسټ شاوخوا ۳۴ زره افغان کډوال داسې دي چې امریکا ته تللي خو د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي او نه هم د اوسېدو جواز اخیستو لپاره د قناعت وړ دلایل لري.
دا راپور د امریکا کانګریس ته لېږل شوی څو دوی په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.
بلخوا رسنۍ وایي چې په دې کې داسې کسان هم شته چې ښایي بېرته له امریکا و ایستل شي.
امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه کسان له افغانستان و ایستل، چې په دې کې ډېری یې عام وګړي و او له فرصت په استفادې یې ځانونه امریکا ته ورسول.
اړوند موضوعات:
امریکا ته تللي افغان کډوال د کورونو د نشتون ستونزو سره مخ دي
خو اوس راپورونه وایي چې ښایي دغه ډله کسان د اوږدې مودې لپاره بې برخلیکه پاتې شي.






