ملګرو ملتونو یو ځل بیا له نوي حکومت د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده

0
281

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له نوي حکومت د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده

 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، داسې ښکاري چې مېرمنې او نجونې په افغانستان کې د کار او زده کړو په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومېږي.

دده په وینا نوي حکومت ته په کار ده چې د رسمیت پېژندلو او نړیوالې ټولنې د غړي کېدو لپاره د بشر اساسي حقونو او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي.

بلخوا د نوي حکومت چارواکو بیا په ځلونو ویلي چې دوی د نجونو زده کړو او تعلیم ته ژمن دي او تازه په تازه دا ژمنه هم شوې ده چې ښایي د نوي کال په راتګ سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

Leave a reply