خوګا خیل قوم بیا د پیښور او تورخم لویه لار بنده کړه

0
174

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې پاک افغان بارډر تورخم سره نزدې د خوګا خیل قوم له اړخه بیا د پیښور او تورخم لویه لار د هر قسم ټریفک لپاره تړل شوې ده
په لنډي کوتل کې په پاک افغان لویه لار د احتجاج په مهال مظاهرینو ویلي چې د مفتي محمد اعجاز شینواري د خوشي کیدو او د ټولو غوښتنو منلو پورې به یې احتجاج جاري وي او د پیښور او تورخم لویه لار به د تګ راتګ لپاره تړلې وي.
د یادونې ده چې پرون پولیسو مفتي محمد اعجاز شینواری د ۳ ایم پي او قانون ترلاندې نیولې دې.

Leave a reply