په لوږه او انزوا کې د افغانانو پرېښودل د هېچا په ګټه نه دي

مایکل: په لوږه او انزوا کې د افغانانو پرېښودل د هېچا په ګټه نه دي
هغه ټينګار کړی چې د افغانستان د روانې ستونزې د حل لپاره باید پر نوو لارو چارو کار وشي او له هرې ممکنې لارې دې له افغانانو سره مرستې ادامه پيدا کړي، ځکه ددغه هېواد ګوښه کول او له دوی سره همکاري نه کول د هېچا په ګټه نه دي.
(2022 / 1 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د برېټانیا پخواني ځانګړي استازي مایکل کېټنګ په خپله تازه مرکه کې پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانانو روانو ستونزو او کشمکش ته د پای ټکی کېږدي.
د ده په خبره په انزوا او لوږده کې د افغانانو پرېښودل د هېچا په ګټه نه دي.
د ده په وینا دمګړی په دغه هېواد کې میلیونونه وګړي له لوږې او ستونزو سره مخ دي نو ددې جدي اړتیا ده چې د خلکو لاسنیوی وشي او د افغانستان اقتصاد په حرکت کې راوستل شي.
اړوند موضوعات:
برېټانیا لۀ افغانستان سره د سل میلیونه فونډه مرستې خبر ورکړی