برېټانیا لۀ افغانستان سره د سل میلیونه فونډه مرستې خبر ورکړی

برېټانیا لۀ افغانستان سره د سل میلیونه فونډه مرستې خبر ورکړی
په افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو د احتمالي مړینې رپوټ له خپرېدو وروسته، د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له دغه هېواد سره د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره، په خپلو مرستو کې ۱۰۰ میلیونه پونډه زیاتوي.
(2022 / 1 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د چټکو مرستو د نشتون په صورت د ماشومانو د مړینو د زیاتوالي له خبرداري وروسته، اوس د بریټانیا دولت اعلان کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرې، لیز تراس ویلي چې په افغانستان کې ځینې خلک د خپل بدن غړي پلوري چې دا د ډيرې اندېښنې وړ خبره ده.
په افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو د احتمالي مړینې رپوټ له خپرېدو وروسته، د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له دغه هېواد سره د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره، په خپلو مرستو کې ۱۰۰ میلیونه پونډه زیاتوي.
اړوند موضوعات:
امریکا وایي د ناروې په مذاکراتو کې به په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت خبرې کېږي
تر مخکې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مخکینی مرستیال اعلان کړی و چې له افغانستان سره د چټکو مرستو د نه ترسره کېدو په صورت کې به، په دغه هېواد کې تر مارچ میاشتې پورې درې میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ مخ شي.





