امریکا وایي د ناروې په مذاکراتو کې به په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت خبرې کېږي  

0
542

امریکا وایي د ناروې په مذاکراتو کې به په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت خبرې کېږي

سرچینې ویلي چې په مذاکراتو کې د افغانستان د نوي حکومت له استازو سره د یوه ټولشموله او نماینده حکومت پر جوړولو، د بشري ناورین د مخنیوي، د بشري حقونو پر رعایت او په ځانګړې توګه د مېرمنو د حقونو، ښوونځیو، پوهنتونو او دندو ته د دوی د پرېښوودلو او نورو اړوندو مواردو پر سر خبرې کېږي.

 

(2022 /  1 / 23 .نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بهرنیو رسنیو ته ویلي چې ناروې په پلازمینه اوسلو کې به له افغان لوري سره مذاکرات کېږي چې په دې کې د فرانسې، برېټانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، ایټالیا او امریکا استازي هم ګډون کوي.

سرچینې ویلي چې په مذاکراتو کې د افغانستان د نوي حکومت له استازو سره د یوه ټولشموله او نماینده حکومت پر جوړولو، د بشري ناورین د مخنیوي، د بشري حقونو پر رعایت او په ځانګړې توګه د مېرمنو د حقونو، ښوونځیو، پوهنتونو او دندو ته د دوی د پرېښوودلو او نورو اړوندو مواردو پر سر خبرې کېږي.

اړوند موضوعات: 

اسلو کې د افغانستان پۀ تړاو غونډه؛ یاده غونډه به د تړلو دروازو تر شا وي

همدا راز به د مولوي متقي په مشرۍ پلاوی په ناروې کې د افغانستان د مدني ټولنې او بېلو قشرونو له یوه لوی پلاوي سره ګوري او پر مهمو مسایلو به خبرې کوي.

Leave a reply