د کابل ښار ټولو سیمو ته طالبان داخل شول
د کابل ښار ټولو سیمو ته طالبان داخل شول
نن لۀ غرمې وروسته د کابل ټولو سیمو ته د عامه نظم د خوندیتوب پۀ موخه طالبان داخل شول.
دا پۀ داسې حال کې ده چې طالبانو نن غرمه مهال د یوې اعلامیې پۀ خپرولو سره وویل چې تر دوهم امر پورې به دوی د کابل ښار ته نۀ داخلېږي، دوی ښار ته د داخلېدو پۀ اړه وویل چې د خلکو لۀ بار بار غوښتنو او د عامه نظم د خوندیتوب پۀ موخه ښار ته اداخل شول.
د طالبانو یوې ډلې کوټسنګي ته لۀ رسېدو سره سم د خوښۍ ډزې وکړې او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې دوی به د غلو او چپاولګرو مخه نیسي او خلک دې هېڅ راز تشویش نکوي.