د اوکراین پر سر د غرب او رسیې تر منځ ناندرۍ ډېرې شوي

د اوکراین پر سر د غرب او رسیې تر منځ ناندرۍ ډېرې شوي
روسیې پر دې څرګندونو غبرګون ښوودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د برېټانیا دغه ډول څرګندوي ښيي چې دوی په اوکراین کې د کشمکشونو د ډېرولو په لټه کې دي.
(2022 / 1 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د غرب او روسیې ترمنځ ناندرۍ مخ پر زیاتېدو دي. برېټانیا تازه ویلي چې روسیه غواړي په اوکراین کې یو لاسپوڅی حکومت جوړ کړي او خپل ملاتړي واک ته ورسوي.
روسیې پر دې څرګندونو غبرګون ښوودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د برېټانیا دغه ډول څرګندوي ښيي چې دوی په اوکراین کې د کشمکشونو د ډېرولو په لټه کې دي.
اړوند موضوعات:
اوکراین ته د امریکا د نظامي مرستو لړۍ پيل شوه
روسیې ویلي امریکا، برېټانیا او غربي هېوادونو ته په کار ده چې له ورته بې اساسه ګنګوسو ډډه وکړي او په سیمه کې دې وضعیت تر دې هم نه خرابوي.






