اوکراین ته د امریکا د نظامي مرستو لړۍ پيل شوه

0
197

اوکراین ته د امریکا د نظامي مرستو لړۍ پيل شوه

روسیې په وروستیو کې اوکراین سره څېرمه پولو ته سل زره عسکر ځای پر ځای کړي او وایي ناټو دې اوکراین ته غړیتوب نه ورکوي او دغه سازمان دې د روسیې په لور له پرمختګونو ډډه وکړي.

 

(2022 / 1 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې امریکا د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۰ ټنه وسلې او مهمات اوکراین ته لېږلي او وایي دا د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرتو عسکرو ته ورکول کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي روسیه سل په سله هڅه کوي چې پر اوکراین برید وکړي نو دوی باید خپلې تیارۍ ولري.

بلخوا یې د ناټو غړو هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې اوکراین ته امریکايي وسلې ورکړي.

روسیې په وروستیو کې اوکراین سره څېرمه پولو ته سل زره عسکر ځای پر ځای کړي او وایي ناټو دې اوکراین ته غړیتوب نه ورکوي او دغه سازمان دې د روسیې په لور له پرمختګونو ډډه وکړي.

Leave a reply