هرات کې چاودنه؛ ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې

هرات کې چاودنه؛ ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې
د هرات امنیه قومنداني هم پېښه تاییدوي، خو وایي په اړه یې پلټنې روانې دي. تر اوسه ددغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
(2022 / 1 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په هرات کې یوې چاودنې اووه کسه وژلي دي. د راپورونو له مخې تېره ورځ ماښام مهال په هرات ښار کې پر یوه ټونس ډوله موټر چاودنه شوې چې له امله یې اووه کسه وژل شوي دي. په وژل شوو کې څلور یې ښځې دي.
د هرات روغتیایي چارواکي وایي چې په پېښه کې د څلورو مېرمنو په ګډون اووه کسه وژل شوي او نهه کسه نور ټپیان دي.
د هرات امنیه قومنداني هم پېښه تاییدوي، خو وایي په اړه یې پلټنې روانې دي. تر اوسه ددغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
اړوند موضوعات:
د پنجاب په مرکزي ښار کې چاودنه، درې کسان وژل شوي دي
روغتیايي چارواکي دا هم وايي چې د درېیو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.






