د پنجاب په مرکزي ښار کې چاودنه، درې کسان وژل شوي دي

Photo credit: Express Tribune/Muhammad Shahzad
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې د جمعې په ورځ د لوهاري ګېټ ته څېرمه د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د جيو نيوز رپورټ مطابق د لاهور په لوهاري ګيټ کې د دوکانونو سره نږدې چاودنه شوې چې غږ يې تر لرې اورېدل شوى او د چاودنې له امله د ګڼو ودانيو د کړکيو شیشې هم ماتې شوي او نږدې ولاړ ګاړو ته هم زیان رسیدلې دې.
د پېښې د رپورټ په ترلاسه کولو سره پوليس او امدادي ټيمونه د پېښې ځائې ته رسېدلي او سيمه يې کلابنده کړې او امدادي چارې ی پیل کړي دي. د روغتون چارواکي وايي، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ سرچینو په وینا، په چاودنه کې تر ۲۵ ډېر کسان ټپیان شوي او د سمدستي درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.






