طالبانو په کال او د هېواد په نورو برخو کې تجارانو، صرافانو، د بانګونو خاوندان او ملي تجارانو د امنيت د خونديتوب ډاډ ورکړی دی.

0
315

طالبانو په کال او د هېواد په نورو برخو کې تجارانو، صرافانو، د بانګونو خاوندان او ملي تجارانو د امنيت د خونديتوب ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي:( داچې له نویو تحولاتو سره ممکن د کابل په شمولو په لویو ښارونو کې د بانګونو څښتانونو، ملي تجارانو، صرافانو او نورو هټيوالو سره د خپلو مالونو د خوندیتوب په اړه تشویش موجود وي، او یا په ځينو سیمو کې اوریدل کیږي چې له بانکونو څخه د پیسو او سرمایو د ایستلو هڅې کیږي.)

په اعلاميه کې طالبانو د بانګونو خاوندانو، صرافانو، تجارانو او هټيوالو ته اطمینان ورکړی وايي، د دوی مالونو او سرمایو ته به هيڅ ډول زیان نه رسیږي. او طالبان به يې د ساتنې لپاره جدي اقدامات کوي.

ښاغلي مجاهد زياته کړې، کورني او بهرني سرمایه اچونکي باید د خپلو مالونو په رابطه هيڅ تشویش ونکړي، هرڅه به په نور مال شکل روان وي او هيڅ کومې زیربنا ته به د دوی لخوا زیان او نقصان نه پيښېږي.

Leave a reply