د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر سر خبرې سره کړې دي 

0
88

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر سر خبرې سره کړې دي 

لاوروف له بلېنک سره تر لیدنې وروسته خبري غونډې ته یو ځل بیا په تکرار سره ویلي، چې هېواد يې پر اوکراین د برید هیڅ اراده نه لري، خو وایي د خپل امنیت ضمانت حتمي غواړي چې په هغه کې اوکراین ته د ناټو غړیتوب نه ورکول هم شامل دي.

(2022  / 1 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په جنیوا غونډه کې سره وکتل او د اوکراین په اړه یې خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنک وویل چې امریکا او روسیه د خپلو اختلافاتو د حل کولو تمه نه لري. په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم دغه خبرې اترې ګټورې بللې دي.

له خپل روسي سیال سره له پرونۍ لیدنې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد له متحدینو سره پر روسيې د بندیزونو په هکله د خبرو لپاره په یوه سفر تللی و.

اړوند موضوعات: 

روسیه او امریکا پۀ جینوا کې د اوکراین پۀ اړه لیدنه ترسره کوي 

Leave a reply