روسیه او امریکا پۀ جینوا کې د اوکراین پۀ اړه لیدنه ترسره کوي 

0
74

روسیه او امریکا پۀ جینوا کې د اوکراین پۀ اړه لیدنه ترسره کوي 

له بلېنکن سره ګډې خبري غونډې ته وینا کې د جرمني بهرنیو وزیرې انالینا بایربوک پر اوکرایین د روسیې هر ډول یرغل مخنیوي لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه وکړه او د داسې احتمالي اقداماتو یادونه یې هم وکړه، چې په وینا یې له کبله یې ښايي زموږ لپاره هم اقتصادي اغېز رامنځته شي.

 

(2022 / 1 /  21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې یرغل وېره څرګندېږي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سره په جنیوا کې لیدنه لري.

پرون د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن روسیې ته پر اوکرایین د برید پایله کې د سختو عواقبو خبرداری ورکړ.

له روسي سیال سره له نننۍ لیدنې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد له متحدینو سره پر روسیې د بندیزونو په هکله د خبرو لپاره په یوه سفر تللی و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې بلېنکن به له لاوروف سره خبرو کې د یوې داسې دیپلوماتیکې تګلارې وړاندیز وکړي چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره نورو خبرو ته لار هواره شي.

له بلېنکن سره ګډې خبري غونډې ته وینا کې د جرمني بهرنیو وزیرې انالینا بایربوک پر اوکرایین د روسیې هر ډول یرغل مخنیوي لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه وکړه او د داسې احتمالي اقداماتو یادونه یې هم وکړه، چې په وینا یې له کبله یې ښايي زموږ لپاره هم اقتصادي اغېز رامنځته شي.

اړوند موضوعات: 

جو بایډن د اوکراین پر سر یو ځل بیا روسيې ته ګواښ کړی 

روسیې له اوکرایین سره پر پوله نږدې ۱۰۰ پوځیان ځای پر ځای کړي، خو پر دغه هېواد د یرغل کولو پلان ردوي.

Leave a reply