د امریکا مخکښ سناتور یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ آذادول غوښتي 

0
170

د امریکا مخکښ سناتور یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ آذادول غوښتي 

د یادونې ده چې نوموړي دوه ورځې وړاندې هم په یوه ټلویزیوني مرکه کې د بایډن له ادارې د دې پیسو د ازادولو غوښتنه کړې وه او زیاته کړې یې وه چې دا ظلم دی او بایډن دې ژر تر ژره د افغانانو مالي شتمني ازاده کړي.

(2022 / 1 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا مخکښ سناتور برني سندرز یو ځل بیا د دغه هېواد پر ولسمشر جوبایډن غږ کړی دی چې د افغانستان ملي شتمني ازاده کړي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا ترینګلی دی او افغانان له انساني ناورین سره مخ دي او که چېرته دا پیسې ازادې نه شي نو ممکن دا بحران لا پراخ شي.

سندرز ټینګار کړی دی چې دا پیسې د افغانانو حق دی او امریکا باید له ورته کړنو ژر تر ژره لاس واخلي.

اړوند موضوعات: 

 د امریکا د سنا مجلس مخکښ سناتور برني سندرز وايي چې امریکا په افغانستان ستر بشر ضد جنایت کړی دی

Leave a reply