د امریکا د سنا مجلس مخکښ سناتور برني سندرز وايي چې امریکا په افغانستان ستر بشر ضد جنایت کړی دی

 د امریکا د سنا مجلس مخکښ سناتور برني سندرز وايي چې امریکا په افغانستان ستر بشر ضد جنایت کړی دی

برني سندرز ویلي چې افغانستان کې د ملکي وګړو وژنه ستر جنایت دی، نوموړي د امریکا وروستی هوايي برید په کلکه غندلی دی.

 

(2021 / 9 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

برني سندرز ویلي چې افغانستان کې د ملکي وګړو وژنه ستر جنایت دی، نوموړي د امریکا وروستی هوايي برید په کلکه غندلی دی نوموړې ویلي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی.

امریکایي مخکښ سناتور او ددغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته پخواني نوماند برني سندرز په یوه تازه مرکه کې په کابل کې د امریکا وروستی هوایي برید په کلکو ټکو غندلی دی.

دده په خبره د امریکا دفاعي چارواکو منلې ده چې په دې برید کې یې ملکي وګړي وژلي او په دې توګه یې یو ستر بشر ضد جنایت ترسره کړی دی.

دده په وینا امریکا نه یوازې دا چې یوه انساني ضد او بوږنووونکې پېښه ترسره کړې ده، بلکې د امریکا باور او حیثیت یې له منځه وړی دی.

د سندرز په خبره دا د امریکا لپاره تر ټولو بده شېبه ده چې په یوه هوایي برید کې ملکي وګړي وژني او بیا یې مسوولیت اخلي.

هغه په دې تړاو د لا ډېرو څېړنو او پلټنو غوښتنه کړې ده او د برید د عاملینو محاکمه یې غوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخواني ولسمشر ډوالډ ټرمپ هم تازه ویلي چې یاد برید د امریکا د بې تجربې جنرالانو او بایډن د ادارې د ضعف له امله ترسره شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载