د ا.ا.ا: اسلامي اصولو ته پۀ پام ژر به هېواد کې پوهنتونونه بېرته پیل شي 

0
80

د ا.ا.ا: اسلامي اصولو ته پۀ پام ژر به هېواد کې پوهنتونونه بېرته پیل شي 

د رییس الوزرا مرستیال مولوي برادر د دولتي پوهنتونو د استادانو له اتحادیې سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د لوړو زده کړو دوام او په دې برخه کې د کیفیت لوړولو ته ژمن دي نو له همدې امله هڅه کوي ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د محصلینو پر مخ پرانیستل شي.

 

(2022 / 1 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا وایي شرعي اصولو ته په پام به ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي.

د رییس الوزرا مرستیال مولوي برادر د دولتي پوهنتونو د استادانو له اتحادیې سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د لوړو زده کړو دوام او په دې برخه کې د کیفیت لوړولو ته ژمن دي نو له همدې امله هڅه کوي ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د محصلینو پر مخ پرانیستل شي.

دده په وینا شرعي اصول به په پوهنتونو کې مراعات کېږي او ټولو ته به د زده کړو زمینه برابرېږي.

اړوند موضوعات: 

ا.ا: د راتلونکې حمل میاشت کې به د نجونو پۀ ګډون د ټولو زده کوونکو ښوونځي پیل شي

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تازه د لوړو زده کړو وزارت هم په راتلونکو لسو یا پنځلسو ورځو کې د پوهنتونو له پیلېدو خبر ورکړی دی.

Leave a reply