ا.ا: د راتلونکې حمل میاشت کې به د نجونو پۀ ګډون د ټولو زده کوونکو ښوونځي پیل شي

0
65

ا.ا: د راتلونکې حمل میاشت کې به د نجونو پۀ ګډون د ټولو زده کوونکو ښوونځي پیل شي

د نوي حکومت له راتګ سره سم چارواکي د ښوونځیو او پوهنتونو د ژر پرانیستل کېدو خبره کوي خو تر دې دمه په عملي توګه د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو فعالیتونه نه دي پيل شوي.

 

(2022 / 1 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نوی حکومت وایي راتلونکی کال به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

د افغانستان د نوي حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشټېډ پرېس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د ښوونځیو د پرانیستل کېدو پلان لري او په خبره یې ټاکل شوې چې راتلونکی لمریز کال د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل شي.

د ده په خبره دمګړی په ډېری ولایتونو کې د ابتدایه  ښوونځیو او په ځينو کې د لیسې دورې ښوونځیو دروازې د ښځینه زده کوونکو پر مخ پرانیستې دي.

هغه ویلي هڅه کېږي چې د شته ستونزو تر حل وروسته ډېر ژر ښوونځي په بشپړه توګه پرانیستل شي او نجونې وکړی شي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

اړوند موضوعات: 

د هرات والي وايي چې ژر به د نجونو ښوونځي هم بېرته پرانستل شي 

د نوي حکومت له راتګ سره سم چارواکي د ښوونځیو او پوهنتونو د ژر پرانیستل کېدو خبره کوي خو تر دې دمه په عملي توګه د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو فعالیتونه نه دي پيل شوي.

Leave a reply