د هرات والي وايي چې ژر به د نجونو ښوونځي هم بېرته پرانستل شي
د هرات والي وايي چې ژر به د نجونو ښوونځي هم بېرته پرانستل شي
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو او هېوادونو د افغانستان له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې ژر نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
(2021 / 10 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هرات ولایت والي نوراحمد اسلامجار ویلي چې په دغه ولایت کې به د نجونو پر مخ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
نوموړي ویلي چې د ا.ا.ا د نجونو له زده کړو سره هیڅ راز ستونزه نه لري او ډېر ژر به په هرات کې تړل شوي ښځینه ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
اړوند موضوعات:
یونسیف ویلي چې ا.ا ژمنه کړې؛ ژر به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې تر دې وړاندې هم واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته په بلخ، بدخشان او ځیني نورو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو او هېوادونو د افغانستان له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې ژر نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.