د پاکستان د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته راځي

0
205

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته راځي

د ورځپاڼې په حواله، یوسف به د افغانستان له لوړپوړو چارواکو سره اوګوري او له دغه هېواده د ملاتړ په اړه به د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پیغام وړاندې کړي.

 

(2022 / 1 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار مؤید یوسف سبا (سې شنبه) په دوه ورځي سفر افغانستان ته راځي.
د  پاکستان ټریبیون ورځپاڼې ویلي چې د دې سفر موخه په دغه هېواد کې د بشري وضعیت ارزونه ده.

د ورځپاڼې په حواله، یوسف به د افغانستان له لوړپوړو چارواکو سره اوګوري او له دغه هېواده د ملاتړ په اړه به د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پیغام وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې ځینو رسنیو خبر ورکړ چې د افغانستان نوی حکومت هم د ډیورند کرښه پۀ رسمیت نۀ پېژني او پۀ ټولنیزو رسنیو کې هم داسې ویډیوګانې لاس پۀ لاس شوې چې پکې لیدل کېږي د نوي حکومت سرحدي ځواکونو پاکستان پر پوله اغزن تار راټول کړی.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزیر د افغان محصلینو د ستونزو د حل پۀ موخه پاکستان ته لاړ 

پۀ دې وروستیو کې دغو څرګندونو د پاکستان حکومت اندېښمن کړی او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو یې توند غبرګونونه ښودلي دي.

Leave a reply